IQNA

 د چاپ په برخه کښې د ایران او د افغانستان د اړیکومخینه ارزول کیږي

15:31 - October 24, 2022
د خبر لمبر: 3486365
 ایکنا-(تهران)د چاپ او د نشر په حوزې کښې د ایران او افغانستان د اړیکو مخینې ته د کتنې غونډه د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي د دفتر او د بلخ د کلتوري عمارت په ملګرتیا سره ترسره کیږي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په تیرې څه د پاسه یوې پیړۍ کښې د ایران  او د افغانستان د دوو هیوادونو د پیوند د یوې تر ټولو کلتوري حوزې په توګه د کتاب او نشر د حوزې اهمیت ته په پام سره د الهدی نړیوالو انتشاراتو او هنري او کلتوري موسسه په نظر کښې لري په یو شمیر تخصصي غونډو کښې په دغه چارې باندې غور وکړي.

د چاپ او د نشر په حوزه کښې د ایران او د افغانستان د اړیکو مخینې ته د کتنې په موضوع سره لومړنۍ غونډه به سبا د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د ځانګړي استازي د دفتر او د افغانستان د بلخ د کلتوري عمارت په ملګرتیا سره ترسره شي.

د الهدی د نړیوالو انتشاراتو او هنري او کلتوري موسسه په دیارلس سوه درې شپیتم هجري لمریز کال کښې د یوې نړیوالې خپرندویه موسسې په توګه د کتاب او نورو کلتوري محصولاتو په ډګر کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د نورو هیوادونو ترمینځ د نړیوالې ملګرتیا د پراخولو په هدف سره جوړه شوي ده او د افغانستان په کابل ، د قیرغیزستان په بیشکک،د ترکمنستان په عشق اباد د بریتانیا په لندن،د تاجیکستان په دوشنبې،د اذربایجان جمهوریت په باکو او د عراق په نجف اشرف ښارکښې په اوو رسمي نمایندګیو پرانیستلو سره یې د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې خپل فعالیت پیل کړ چې ځینې نمایندګۍ ئې اوس هم فعالې دي.

parstoday.com/ps/news/iran-i122656

captcha